هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې سادات اتلانو لوبډلې خپلې سيالې هلمندي اتلانو لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.