تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Fri, Feb 21 2025 2:15 PM
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د شيوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې شيوا لوبډلې خپلې سیالې پيکان اف سي لوبډلې ته د ۶/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې پيمان خليلي غوره لوبغاړی، عالم تاتار غوره ګول ساتونکی او احمد رشاد د زياتو ګولونو وهونکی او د اخلاقو کپ بيا قطعه خاص لوبډلې ته ورکړل شو.

د يادو سياليو موخه د فوټسال غوره ليګ ته د غوره لوبډلې موندل و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS