زابل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ورزشکارانو په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې، د سيدخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سيدخېلو لوبډلې خپلې سیالې محمدخېلو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول و؛ د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي او ستاينليکونه ورکړل شول.