ننگرهار؛ په لعلپورې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د ميا خېل کېنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مياخېل کېنگ او چکنور اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ميا خېل کېنگ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې چکنور اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۸۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.
