دایکندي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شهرستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني رونې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له شهرستان او میرامور والسوالیو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رغونې جام په نوم د فوټبال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د اتحاد شهرستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد شهرستان لوبډلې خپلې سیالې اتحاد بازار لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.