کاپیسا؛ په کوهستان حصه دوم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستان حصه دوم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اتحاد مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد مرکز لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د کاپيسا ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې