بلخ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون پارا هنډبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پارا المپيک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مزار شریف ښار په امام خمیني ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون پارا هنډبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې یما پټرولیم لوبډلې خپلې سیالې بشیر نوید لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د پارا المپيک ورزش ته د ځوانانو هڅول او پارا هنډبال ورزش ته وده ورکول دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.