د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

org2_admin
Sun, Feb 09 2025 1:47 PM
د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

کندوز ولایت د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دی، چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري، په یاد ولایت کې د المپیکي سیالیو ترڅنګ غیر المپيکي او دودیزې سیالۍ هم خورا مینوال او لوبغاړي لري.

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر ښې لاسته راوړنې لري او خورا ښه ثابت شوی دی، چې سږ کال یې تر دې دمه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۴ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې ۱۰۵ یې په مرکز او ۱۴۹ یې په ولسوالیو کې دي.

د دغه ولایت د ورزش ریاست له لوري د ورزشي برنامو له جملې څخه، په مرکز کې د اووه ولایتونو تر منځ د رزمي لوبو په اماتور او پروفیشنل سبک کې سیالۍ شوې وې، چې خپله کندوز ولایت لومړی مقام پکې ګټلی و، همدارنګه د شمال ختیځو ولایاتونو په سطحه د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ شوې وې او پایلوبه یې د کندوز ولایت د ښاروالۍ د عقابان لوبډلې ګټلې وه او د بدن ښکلا او فټنس سیالۍ هم د شمال ختیځ زون څلورو ولایتونو په سطحه ترسره شوې وې، چې د همدې ولایت ورزشکارانو لومړی مقام پکې ترلاسه کړی و. د نوموړي ولایت ورزش ریاست د دغو لویو ورزشي برنامو ترڅنګ د کیک بوکس، والیبال، ټېپ بال کرکټ، خوسي او رزمي لوبو لویې ورزشي برنامې هم جوړې کړې دي، چې د زرګونو خلکو د سرګرمۍ او تفریح سبب وې.

همدارنګه د دغه ولایت ۱۲۷ ورزشکارانو په ولایتي او ملي ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۲۲ لوبغاړي د ووشو، جودو، کورش، خوسي او د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد ملي لوبډلې ته ټاکل شوي دي.

په یاد ولایت کې ۲۳ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او ترڅنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۵۰ کلبونه هم فعاليت کوي، چې شاوخوا ۷۵۰۰ ورزشکاران پکې په تمریناتو بوخت وي، د دغه ولایت په ښوونیزه برخه کې درې سمینارونه ترسره شوي او ۱۱۴ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې ۲۴۰ زره ډالر او یو میلیون او ۳۳۰زره افغانۍ يې د بېلابېلو ورزشي کلبونو او لوبغالو په بیا رغونه او جوړونه کې مصرف کړي دي.

#کندوز

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS