بغلان کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او د سیمه ییزو او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز په نوي ښار کې د کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې لومړی اخراولاق صدورالحق پهلوان له لوري او دویم اخراولاق د صلاح الدین سمنګاني پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسول او د اتلولۍ مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه راتلونکو سیالیو ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی و؛ د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته نغدي پيسې او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
