ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مملې باغ او پنګو چم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پنګو چم لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. مملې باغ لوبډلې ټاکلی هدف د درېوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.