دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د میرامور ولسوالۍ د لوخک سیمې په ورزشي لوبغالي کې د (ابادۍ) جام په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د لوخک غاف او تخاوي لوبډلو ترمنځ یو پر یو ګول مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او نوی لوبغالی پرانیستل و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.