کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
Mon, Dec 23 2024 9:45 PM
کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له اتلسو ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۱۸ ورزشکاران د هېواد جمناستیک ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مالي او اداري ریئس مولوي عبدالناصر هاشمي، د کابل بدني روزنې او ورزش ریاست ریئس مولوي عتیق الله خالد، د هېواد د ورزش ادارې د فني او مسلکي ریاست سرپرست عبدالحمید صافي، د جمناستیک ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریئس مولوي عتیق الله خالد د اسلام مبارک دین له نظره د ورزش په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دغه ډول سیالۍ د دې لامل کېږي، ترڅو د هېواد د جمناستیک ملي لوبډلې ته غوره ورزشکاران وموندل شي.

ورپسې د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي ریاست سرپرست عبدالحمید صافي له ولایتونو څخه راغلو ورزشکارانو ته ښه راغلاست وویلې او د دوی د بریا غوښتونکی و او همدارنګه یې زیاته کړه: دغه ډول سیالۍ د ورزشکارانو لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو له دغه فرصت څخه په ښه ډول استفاده وکړي او خپلې وړتیاوې وښایي.

د یادو سیالیو موخه د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS