د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د نيمروز ولايت له والي سره وليدل

org2_admin
Mon, Dec 23 2024 9:35 PM
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د نيمروز ولايت له والي سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د نيمروز ولايت له والي شيخ محمد قاسم خالد او د ياد ولايت له معاون سليمان اغا صاحب سره وليدل.

په دغه لیدنه کې په ياد ولايت کې د ورزشي اماکنو اړوند په شته ستونزو خبرې وشوې او د حل لپاره يې د نيمروز ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد ژمنه وکړه، چې د يادو ورزشي اماکنو د ستونزو د حل لپاره به با صلاحيته کمېټه ټاکي او د‌ ستونزو له‌ حل وروسته به ياد اماکن د نوموړي ولايت د‌ ورزشي آمريت په اختيار کې ورکوي.

د يادونې وړ ده چې د نوموړي ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق سره ژمنه وکړه، چې په دغه ولايت کې به د ورزشي برخې له مسولينو سره تر خپل توانه همکاري کوي او د دوی ستونزو ته به پر وخت رسيدنه کوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS