افغانستان له زمبابوې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

افغانستان له زمبابوې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د ۸ ويکټو په توپیر وګټله.
د دغو سیالیو وروستۍ لوبه نن د کابل په وخت د غرمې ۱۲ بجې پیل شوه، چې افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپ اچوونه یې غوره کړه.
د زمبابوې له لورې ۱۲۷منډو ورکړل شوی هدف افغان لوبغاړو په ۲۶.۵ اور کې د دوه لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
د روانې لوبلړۍ لومړۍ سیالي د ورښت له امله نه وه ترسره شوې؛ خو دویمه افغانستان ګټلې وه او د نننۍ لوبې په ګټلو سره افغانستان دا لوبلړۍ وګټله.
د ویلو ده، چې افغانستان او زمبابوې به د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوه ټیسټ سیالیو لوبلړۍ پیل کړي، چې د جنورۍ تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.