کندز؛ په مرکز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, Dec 23 2024 8:46 PM
کندز؛ په مرکز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش سامبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شايان کلب کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې د کورش سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د پهلوانانو د هڅولو او جسمي وړتياوو لوړولو په موخه چمتو شوې وې، په پايله کې ۳۳ تنو ورزشکارانو په ترتيب سره لومړي، دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کړل.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS