نيمروز کې د ۱۴ ولايتونو ترمنځ د هېواد موی تای ملي لوبډلې اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د هېواد موی تای ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۴ ولايتونو د ۱۷۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د موی تای ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو کې د هېواد ورزش کارانو سربیره په ايران کې افغان مېشت مهاجرينو ورزش کارانو لوبډلې هم گډون کړی، چې د تنکیو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې به د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي او په پای کې به له هرې عمري کټگوري څخه به ۲ تنه ورزشکاران، چې ټول ۸ تنه ورزشکاران کېږي د هېواد موی تای ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د ويلو ده، چې د يادو سياليو په جريان کې به د موی تای نړۍ والو روزونکو له لوري د هېواد موی تای روزونکو ته د ظرفيت لوړولو فني سمينارونه هم وړاندې شي.
