میدان وردګ ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د آی ټي ايف تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د آی. ټي
ايف تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د څلورو ولایتونو ترمنځ د دغې رشتې ټاکنیزې سیالۍ د کابل ولایت په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو له کابل، میدان وردګ، ننګرهار او پروان ولایتونو څخه سل ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې کابل لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، میدان وردګ ولایت دویم او ننګرهار ولایت بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د دغې ورزشي رشتې په برخه کې د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ټاکل شوې ډالۍ ورکړل شوې.