بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ په کوډو برق سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو پايلوبه د کوډو برق او نواباد دهدادي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کوډو برق لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.