میدان وردګ ولایت کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز میدان ښار په ورزشي جمنازيوم کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، کاپیسا، لوګر، ننګرهار، کونړ او میدان وردګ ولایتونو څخه ٢٤ لوبډلو ګډون کړی دی چې په لومړۍ لوبه کې يې ځواک میدان ښار لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې قصر پغمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.