خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند کاروان سرای کلي کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شکل منتخبې او لکڼ انعام الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د وخت د کمښت له امله د یو- یو میدان په ګټلو سره مساوي پای ته ورسېده.
ټاکل شوې چې دغه سيالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.