د هيواد ۳۴ ولايتونو ورزشي مسؤلينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار پای ته ورسيد

org_admin
Thu, Dec 05 2024 9:22 AM
د هيواد ۳۴ ولايتونو ورزشي مسؤلينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار پای ته ورسيد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د غونډو په تالار کې د ۳۴ ولايتونو ورزشي ادارو تر سلو زیاتو مسؤلينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار، چې درې ورځې مخکې پيل شوی و، نن ورځ پای ته ورسید.

د دغه مديريتي سمينار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبري پلاوي، د ولايتونو رييسانو، امرينو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ياد سمينار د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې رييس مولوي احمد الله وثيق وويل: (( د خوښۍ ځای دی، چې د هېواد ۳۴ ولايتونو ورزشي مسؤلينو ته د ورزش د ودې مديريتي سمينار په بريالي توگه پای ته ورسید، هیله لرم دغه سمينار د دوی لپاره گټور تمام شوی وي او په راتلونکي کې د ورزشي چارو د لا ښه والي او پرمختگ په برخو کې ترې گټه واخلي."

ښاغلي وثيق همداراز زياته کړه: د هيواد د ورزش اداره مو تل ترڅنګ ولاړه ده او هڅه به مو وي، چې ستاسو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړو. ښاغلي وثیق ولایتي مسؤلینو ته په خبرو کې زیاته کړه، چې د ورزشکارنو د بدني روزنې ترڅنګ د هغوی فکري او باطني روزنې ته هم پاملرنه وکړئ. ))

د دغو مراسمو په دوام د ولايتونو په استازولۍ د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس حافظ نور الرحمن تسکين خبرې وکړې نوموړي وويل: ((د دا ډول سمينارونو دايرول د ورزش د ودې لپاره ډېر مؤثر دي، مونږ په دغو درېوو ورځو کې ډېر څه زده کړل او په راتلونکې کې به د ورزش د لا ښې ودې او پرمختگ په برخو کې ترې گټه واخلو، نوموړي همدا راز په ولايتونو کې د ځينو شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او د هېواد د ورزش اداري له رهبري يې وغوښتل، چې د دغو ستونزو د حلولو لپاره چټک گامونه واخلي.))

د يادولو وړ ده، چې په ياد سمينار کې د ورزشي ادارې اړوند بېلابېلې برخې شاملې وې، چې په پای کې د هېواد ورزش اداري رهبرۍ له لوري رييسانو، امرينو او اداري کارکوونکو ته تصدیق پاڼې او ډالۍ هم ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS