پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پای کې یې ۱۹ تنه د یاد ولایت د نیزه وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.