پکتيکا؛ کشيوال ب لوبډلې د همت چلينج کپ دويم پړاو فوټسال سياليو اتلولي خپله کړه

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او همت سپورټ مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د همت ۲۰۲۴ چلينج کپ دويم پړاو فوټسال سيالۍ د کشيوال ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې کشيوال ب لوبډلې خپلې سيالې مدد خېل الف لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.