تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ پای ته ورسیده

org_admin
Sat, Nov 23 2024 10:02 AM
تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ پای ته ورسیده

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ سيالۍ د اي خانم باستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ای خانم باستان لوبډلې خپلې سیالې امو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د تخار ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS