ننگرهار کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې جمنازيوم کې د ۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د ياد ولايت په کچه ترسره کېږي او موخه يې د ورزشکارانو هڅول او يووالی دی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.