پکتيا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسنګ دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې برخه اخیسته وه، چې په پایله کې یې ۳۸ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
