تخار؛ ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د چاه اب، ینګي قلعه او د خواجه بهاالدین ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې استقلال ینګي قلعه لوبډلې خپلې سیالې طوفان لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په ولسوالیو کې د ځوانانو ترمنځ د والیبال ورزش ته وده ورکول و.
