جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېیم پړاو سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې د مشعل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مشعل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.