فاریاب؛ مرکز ميمنه ښار کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
\\د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې له مرکز او ولسواليو څخه چاپندازانو ګډون کړی وو، چې په غوره لوبو کولو وروسته پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د را تلونکو سياليو ته چمتووالی نيول و.
