د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات ولایت د فدراسیونونو له رئیسانو سره ولیدل

org_admin
Thu, Nov 07 2024 9:38 AM
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات ولایت د فدراسیونونو له رئیسانو سره ولیدل

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي حافظ احمد جان ځدراڼ د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال، داد محمد پاینده اختري د المپیکي چارو رئیس، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله ساپي هرات ولایت ته د سفر په جریان د دې ولایت د مختلفو فدراسیونونو له استازو او د نوموړي ولایت د ورزش ریاست له کارمندانو سره وکتل.

په لومړي قدم کې د هرات ولایت د ورزشي مسولینو او د فدراسینونو د استازو له خوا د ورزش ادارې رهبري ته ښه راغلاست وویل شو او بیا یې د هرات ولایت ورزشي فدراسیونونه او تشکیلات تشریح کړل او هم یې د نوموړي ولایت د ورزشکارانو لاسته راوړنې بیان کړې.

ښاغلي مولوي احمد الله وثیق په خپله وینا کې د هرات ولایت د مختلفو فدراسیونونو ورزشي لاسته راوړنې د پاموړ وبللې په خپلو خبرو کې یې وویل: " هرات د هیواد په هغو ولایتونو کې راځي، چې ورزش پکې ډېر او ورزشکارانو یې تل هیواد ته ویاړونه راوړي دي. موږ مخکې هم د هرات ولایت ورزش ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په اینده کې هم کوشش کوو، چې د تاسو ټولو غوښتنو ته رسیده ګي وکړو."

د غونډې په پای کې د هرات ولایت د ورزشي مسولینو نظرونه هم واورېدل شول او غوښتنو ته یې د رسیده ګۍ ژمنه وشوه.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS