په باميان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رګبي دويم پړوا ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
Thu, Nov 07 2024 9:33 AM
په باميان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رګبي دويم پړوا ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د رګبي ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو ولایتونو ( بلخ، غزني، کابل، کاپيسا، پروان او فارياب) د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رګبي دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د باميانو ولايت والي مولوي عبدالله سرحدي، د ياد ولايت ورزشي آمر حافظ شفیق الرحمن رحيمي، د ورزش ادارې د ولايتونو د هماهنګۍ امريت غړي حبيب رسول مسعود، د سياليو د ترسره کولو امريت غړي استاد بصیر قيومي، د رګبي ملي فدراسيون فني معاون صفي الله احمدي، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

مولوي عبدالله سرحدي د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې وويل: " خوشحال يم، چې ستاسو سره مې په دغه ورزشي برنامه کې ګډون وکړ، اوس اسلامي نظام حاکم دی او زموږ دنده ده، چې ستاسو له ناموس، ځان، مال او عزت څخه ساتنه وکړو.

ده زياته کړه، ځوانان د ټولنې لپاره د الګو په څېر وي، په نړيوالو سياليو کې د نورو هيوادونو لپاره د اسلامي نظام يوه غوره الګو شئ، چې د نورې نړۍ ورزشکاران ستاسو له اخلاقو اغېزمن شي، له تاسو اخلاق زده کړي او د خپل هيواد وياړ وګرځئ.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د بلخ او کاپيسا ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کاپيسا لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغو سياليو موخه د رګبي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنه ده، څلور ورځې به دوام وکړي او په پايله کې به ۱۲ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS