خوست؛ په مرکز ډاب سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړونډ د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري په مرکز ډاب سیمه کې د بریا اتلانو په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
دغه سيالۍ چې نيږدې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د پيل لوبه يې د سټار چينيوال او خدر وصال لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه سټار چينيوال لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۵۱ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې سیالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۶۳ منډې جوړې کړې او په ۸۸ منډو يې ماتې وخوړه.
