فاریاب کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ۷۵ ورزشکارانو له ډلې د جنګجویان کلب ورزشکارانو د ۱۱ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، د فاریابي کلب ورزشکارانو د ۱۰ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو دویم او د قیصار کلب ورزشکارانو د ۶ سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.