ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قلعه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د قلعه او تریلې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. قلعه لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډوهدف وټاکه. تریلې لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر قلعه لوبډلې ته وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې موخه موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ ورکړل شو.
