د کرکټ ملي لوبډلې ۵۰ آوریزو لوبو په دوهمه لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه
د کرکټ ملي لوبډلې ۵۰ آوریزو لوبو په دوهمه لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د یو ورځینیو نړیوالو لوبو په دوام کې آیرلند د ۷ ویکټو په توپیر مات کړ او د دې پړاو سیالیو جام اتلولي ترلاسه کړه.
پدې لوبه کې ، چې د آیرلند ټیم لومړی لوبه پیل کړه او په ۵۰ آوره کې یې د هیواد ملي ټیم ته د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.
د هیواد د کرکټ ټیم په دوهمه نیمه کې د رحمت شاه زرمتی د ښه بیټینګ له کبله بریالي شول
دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان په کوربه توب او ترسره کیږي چی د سه شنبې په ورځ به د کپ وروستۍ لوبې کې ترسره شي.
د هیواد ملي ټیم وکولی شول په خپله لومړۍ لوبه کې دغه ټیم ته ماتې ورکړي.
