زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جمناستيک فدراسيون د استازولي له لوري د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د استاد محمد داود او استاد همدرد د کلبونو ورزشکارانو سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې د همدرد کلب د ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه په دغه ولايت دجمناستیک ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.