نیمروز؛ مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې، چې نهه جمعې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د دینامت لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا ی خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي.