د قرارداد د ورکړې پرېکړې خبرتیا!

org_admin
د قرارداد د ورکړې پرېکړې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د تدارکاتو د قانون د ۴۳مې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ په پام کې لري، چې د شپږ قلمه ورزشي توکو د اخیستلو لپاره د یاسر عمران سوداګریزو خدمتونو له شرکت سره چې د (۸۲۲۸۵) جواز نمبر لرونکی دی او د کابل ښار دشت برچي سیمې اړوند پل خشک سره موقعیت لري؛ په (۲۹۹۵۰۰۰) دوه میلیونه، نهه سوه او پنځه نوي زره افغانیو تړون وکړي.

ټول حقیقي او حکمي کسان چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي، چې د دغه اعلان له خپرېدو وروسته تر یوې اوونۍ پورې د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې پر بنسټ خپل دلیلونه او اعتراض په لیکلې بڼه د بدني روزنې او ورزش ریاست د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا اعلان د تړون په معنی نه دی او د پورته ذکر شویو ورځو او نورو قانوني مرحلو له بشپړېدو وروسته به تړون وشي.