هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د استقلال او خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې لوبه د یو یو ګول په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
