کندز کې د ۷۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ترکمن سيمه کې د ۷۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې ۳۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې خپلې کړې.