ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو له لوري د پارکور نمايشات ترسره شول
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د پوهنې رياست په گډه همکارۍ د جلال اباد ښار په عبدالوکيل عالي لېسه کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو له لوري د پارکور بېلابېل زړه راښکونکي نمايشات ترسره شول.
د دغو نمايشاتو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول او د سالمې تفريح برابرول وو.
