پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، د کشيوال B لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې کشيوال B لوبډلې خپلې سيالې غزنويانو لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د فوټسال لوبې ته وده ورکول دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.