د هرات د تکواندو اته کسیزه ډله ایران ته ولاړه
د هرات ولایت د تکواندو اته کسیزه ډله د ایران په سیستان او بلوچستان استانونو کې د سولې جام په نوم د تکواندو درې اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه ياد هيواد ته ولاړه.
په دغې اته کسیزې ډلې کې پنځه ورزش کاران او درې تنه نور پلاوي شامل دي او ټاکل شوې چې افغان لوبغاړي به د ایران او پاکستان له ورزش کارانو سره سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغو ورزش کارانو د رسمي سیالیو له پیل مخکې په یو تمریني کمپ کې ګډون کړی دی او ټاکل شوې چې رسمي سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ٢٨مه نېټه پیل شي.
