دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې عزت الله لومړی، حسن دویم او جمشید درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
