کابل کې ۱۵ روزونکو ته د ساحلي فوټبال لومړۍ درجه روزنیز کورس پای ته ورسېده

org_admin
Sun, Sep 22 2024 1:53 PM
کابل کې ۱۵ روزونکو ته د ساحلي فوټبال لومړۍ درجه روزنیز کورس پای ته ورسېده

د اسیا د روزونکو فدراسیون له لوري او د ایران هېواد مدرس کورش شجاع تر نظارت لاندې په فوټبال ملي فدراسیون کې د هېواد له مرکز او ولایتونو ۱۵ روزونکو ته د ساحلي فوټبال لومړۍ درجه روزنیز کورس پای ته ورسېده، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د دغه ښوونیز کورس د پای مراسمو ته د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د هېواد د فوټبال ملي فدراسیون او د ساحلي فوټبال کمېټې رهبري پلاوي، د کورش مدرس او روزونکي راغلي وو.

په دغه روزنیز کورس کې د ایران هېواد مدرس کورش شجاع افغان روزونکو ته د ساحلي فوټبال پېژندنې او بلدتیا، په تخنیکي او تکتیکي موضوعاتو، د ارواپوهنې او د بدن جوړونې په مضوعاتو خبرې وکړې.

د فوټبال ملي فدراسیون ساحلي فوټبال کمېټې مسوولینو دغه روزنیز کورس د روزونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ډېر ګټور یاد کړ او دوی غوښتل، چې دا ډول روزنیز کورسونه نور هم برابر کړي.

د کورس په پای کې روزونکو ته لومړی درجه د روزنې سندونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS