بغلان ؛ پل حصار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت په پل حصار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خنجان ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د خنجان ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې دحصلاح لوبډلې د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والییبال ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه ترېح برابرول و، چې پنځلس ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته شل زره افغانۍ، دویم مقام لوبډلې ته لس زره افغانۍ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
