جوزجان ؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د بزاز کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د بزاز کلب لوبډلې خپلې سیالې خراسان کلب لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال ورزش ته د ځوانانو هڅوول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري لومړي مقام لوبډلې ته يوه غوا او ۷۰۰۰ افغانۍ، دويم مقام لوبډلې ته ۶۰۰۰ افغانۍ او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.