بادغیس؛‌ مرکز قلعه نو کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sat, Sep 21 2024 7:36 PM
بادغیس؛‌ مرکز قلعه نو کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د پاورلفټینګ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ په نمایشات، پرس او کاسکت سبکونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د ۶۵ ورزشکارانو له ډلې ۳۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره غوره لوبغاړي وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه د پاورلفټینګ سیالیو ته وده ورکول او د ورزشکارانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS