خوست؛ چينې بريال لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لکڼو جبې لوبغالي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې دوې نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د چينې بريال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د عبدالرحمن ميوند او چينې بريال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې چينې بريال لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.