جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د خراسان لوبډلې خپلې سیالې نوین خورشید لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته یوه غوا او غوره لوبغاړو ته کپ او مډالونه ورکړل شول.